شارخ خان او برایډ پیټ په ګډه فلم جوړوي

د هالیووډ وتلی ستوری او د انجلینا جولي جلا شوی میړه برایډ پیټ هند ته په سفر تللی او هلته يې د ځینو سینمايي ستورو سره هم لیدلي دي.

نوموړي د شارخ خان سره له نژدې لیدلې او په یو شمیر مسایلوسره غږیدلې هم دي.

دوې ته نژدې سرچینې وايي، چې دواړه ستوري به په نژدې راتلونکې کې په یو فلم کې ګډ کار وکړي.

که څه هم رسمي سرچینو دا خبره نه ده تائید کړې، خو تمه شته، چې برایډ او شارخ خان ګډ فلم کې ولوبیږي.

تر دې مخکې هم د بالیووډ او هالیووډ اداکارانو ګډ فلمونه جوړ کړي.

ډیپیکا پاډوکون د وین ډیزل سره په تریپل ایکس فلم کې ولوبیده. همدا اوس پرینکا چوپړا د هالیووډ د راک نومي ستوري سره په بای واچ فلم کې کار کوي، چې ډیر ژر به خپور شي.