شارخ خان – مادهوري، کرینه، او عالیه بټ ته: زه تاسې سړی کړم

د هندي سینما باچا شارخ خان د نړۍ په لرو بر کې نوم لري. نوموړی ۵۲ کلن دی، او د فلم په دنیا کې يې زیات کامیاب فلمونه جوړ کړي دي.

شاه تازه په خپل انستګرام د بالیووډ د درې نوموتو ښځینه اداکارانو سره عکسونه خپاره کړي او ورته يې لیکلي دي، چې ((تاسې له ما ښه سړی جوړ کړ.))

په عکسونو کې مادهري دیکشت، کرینه کپور او عالیه بټ دي.

مادهري دیکشت او شارخ خان په دیوداس او دل تو پاګل هی فلمونو کې ګډ کار کړی دی. دا فلمونه د ۹۰ یمو کلونو خورا ډیر کامیاب فلمونه دي.

عالیه بټ او شارخ خان بیا کال دوه مخکې په (ډییر زندګي) فلم کې کار وکړ. دا د شارخ خان او عالیه بټ لومړی فلم و.

له فلم وروسته ددوې دواړو ښه دوستي او متقابل احترام ډير شوی دی.

کرینه کپور او شارخ خان بیا په (کبهی خوشی کبهی غم) فلم کې کار کړی. دا فلم هم ډیر مشهور دی.