د بالیووډ باچا شارخ خان ادعا کوي، چې اتفاق فلم د غوره ادکارۍ تر څنګ بهترینه محتوا یا منځپانګه هم لري.
شارخ خان چې ددې فلم همکار پروډیسور هم دی، وايي، چې د بالیووډ زیات فلمونه په یو ډول ټیمپلیټ یا چوکاټ کې جوړیږي؛ خو دا (اتفاق) فلم د محتوا له مخې له نورو بیل دی.
شارخ خان ډاډ ورکوي، چې فلم به حتمن د کتونکو تنده ماته کړي.
فلم کې سدرات ملهوترا او سونکشي سینا مخکښ رول لري. د فلم بڼه جرمي ده او یو پولیس افسر پکې د یوه قتل قضیه څیړي. د قتل په اړه هیڅ شواهد نشته. یواځې دوه شاهدان، چې هغه خپله هم د پولیسو تر شک او څار لاندې دي. دا دوه شاهدان سوناکشي او سدرات دي.
دا، چې نور په فلم کې څه دي، د نومبر په دریمه به روښانه شي. یاد فلم د روانې نومبر میاشتې په دریمه خپریږي