شارخ خان وايي، له ښځو ډاریږم

د هندي سینما باچاه شارخ خان تازه د ښځو په وړاندې د تشدد ضد مبارزې کمپاین سره یوځای شوی دی.

دا ټولنیز کمپاین چې (مرد) یا سړی نومیږي، موخه يې په هندوستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي د کچې راکمول دي.

په دې کمپاین کې د بالیووډ بل وتلی ستوری فرخان اختر هم مخکښ رول لري.

شارخ خان پرون د یوې غونډې پرمهال وویل:

((زه په دې باور لرم، چې ښځې له نارینو څخه په ګڼو برخو کې پورته دي. او زه ددې حقیقت په ویلو نه شرمیږم، چې ووایم، زه له ښځو شرمیږم او ویریږم؛ که هغه مې مور، خور او میرمن وي او که مې ملګرې.))

د شارخ خان په بارو، د ښځو په وړاندې زور زیاتی تر ټولو ناوړه کار دی.

کمپاین دا ځل د موسیقۍ د یو پروګرام په ډول و، چې ګڼ سندرغاړي او سینمايي لوبغاړي ورته ورټول شوي وه.

هیره ده نه وي، چې هندوستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې ښځې پکې له کورني تاوتریخوالي او ټولنیزې زورونې، زوریږي.