شارخ خان په سرطان د اخته مینوالې خواهش پوره کړ

د بالیووډ باچا شارخ خان د خپل هغې مینوالې غوښتنې، چې په سرطان اخته دی، مثبت ځواب ویلای دی.

د ارنا په نوم د شارخ یوه مینواله د سرطان ناروغۍ له امله د مرګ په بستر پرته ده. هغې ویلي، چې وروستی خواهش يې د شارخ خان سره لیدل دي.

وروسته له هغې، چې په ټولنیزو رسنیو کې ددې دا غوښتنه دومره خپره شوه، چې آن شارخ خان ته ورسیده، شارخ په یو ویډوي کلیف کې ویلي، چې دې ناروغې میرمن سره به ژر وګوري.

شارخ په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا او کورنۍ يې دې میرمنې ته د ښه صحت دعا کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې شارخ خان د خلکو او مینوالو زړونه ګټي، بلکې تر دې وړاندې هم شارخ خان د خپلو مینوالو خیال ساتلی او د هغوې په زړونو کې ځان ته ځای جوړ کړی.