شاعرانه خیال!

لیکنه: فهیم مخلص

خیال د شعر د اساسي توکو یو اصل دی، ډېر کله به مو د مختلفو شاعرانو په شعرونو کې ددې اصل، احساس کړی وي.
استاد ناګار صیب دخیال په اړه وایي : (( خیال په لغت کې ګومان ته وایي او په اصطلاح کې هغه قوه ده ، چې مشترک حس یې دمادې دپټیدلو وروسته دمحسوسو صورتونو څخه درک کوي هغه هم په داسې حال کې چې مشترک حس یې هر وخت توجه ورته وکړي ))
خیال دفکر نه لوړ دی لومړی دیوشي په اړه خیالي اټکل کیږي وروسته فکري چوکاټ ته اچول کیږي دحواسو سره دذهن دمخامخ کیدو په پایله کې دمحسوس شوي شي یاد جسم صورت یا شکل پیداکیږي دحسي ادراک په واسطه کیږي یاحسي ادراک بلل کیږي خو کله چې دغه صورتونه دشیانو سره دمخامخ کیدو پرته په ذهن کې پیداشي خیال بلل کیږي .
دستر عارف اوراښاد الفت صیب په خبره :
(( که په شعر او ادب کې له خیال او تخیل څخه کار واخیستل شي او له خیاله نه استفاده وشي له ړندو سترګو هم اوښکې توییږي او له کاڼو نه سخت زړونه نرموي بل ځای وایي: خیال پټ معنوي قوت دی ، چې له واقعاتو اومحسوساتو نه هغه خواځیني شیان ویني او په غیبي حقایقو پورې زړه تړي په کومه لار چې خیال تللی شي هلته عقل دړندو په شان ټپریږي او څه نه ویني دانسان دفکر او عقل ماڼۍ په خیال ولاړه ده ))
نو؛ خیال د شعر د معنوي جوړښت ښکلا ده، بغیر له خیال پردازۍ نه شعر خام کمرنګه، او بې مزې وي.
په شعر کې د خیال په اړه قلموالو اوږدې فلسفې او تبصرې کړي، ما ځکه په لنډو کې خلاصه کړ؛ چې ستاسو ارزښتمن وخت قرباني نکړم.
درنښت!