شاهد افریدي وایي برېن لارا سپېن توپ اچوونکي ښه لوبول

د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي شاهد افریدي ویلي، په توپ وهونکو کې چې دی ورسره کله د توپ پرمهال مخ شوی او وېره یې کېدله هغه د ویسټ انډیز پخوانی توپ وهونکی برېن لارا و، چې دده توپ به یې ډېر ښه لوباوه.

د پاکستان پښتون کرکټ ټولچاري شاهد افریدي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د نړۍ په کچه د ویسټ انډیز کیڼ لاسی توپ وهونکی برېن ډېر ښه توپ وهونکی و.

د هغه په خبره کله چې به یې لارا ته توپ اچونه کوله دی به وېرېده چې هسې نه هر بال یې څلوریزه نه کړي.

برېن لارا د ویسټ انډیز پخوانی کرکټ توپ وهونکی دی، چې اوس ۵۰ کاله عمر لري.

هغه په ۱۳۱ ټېسټ لوبو کې ۱۱ زره ۹۵۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۴ سوه ناسوځېدلې تر ټولو لوړې منډې دي.

۲۹۹ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰ زره ۴۰۵ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۶۹ تر ټولو لوړې منډې دي.

شاهد افریدي بیا ۳۹۸ یو ورځنیو لوبو کې ۳۹۵ وېکټې اخېستي او هم یې شاوخوا ۸ زره منډې کړي دي.