شاه رخ خان او کاجل بیا یو فلم کې ګډ کار کوي؟

د بالي ووډ فلمونو د مشهورو اداکارانو شاه رخ خان او کاجل په اړه ویل کېږي، چې هغوی یو ځل بیا په یو نوي فلم کې ګډ کار کوي، چې د دې فلم ډایریکټر راجکمار هیراني دی.

د (منا بهايي)، (پي کی) او (۳ ایډیټس) فلمونو مشهور اداکار راجکمار هیراني خپل راتلونکی فلم له شاه رخ خان سره جوړوي او اوس ځینې هندي رسنیو ویلي دي، چې په دې فلم کې به کاجل هم له شاه رخ خان سره ګډ کار وکړي، همدا راز ویدیا بالن، تاپسي پنو، منوج باجپايي او بومن ایراني به هم په دې فلم کې کار وکړي.

شاه رخ خان او کاجل چې تېر کال یې د خپل مشهور فلم (دل والی دلهنیا لی جاینګی) ۲۵مه کلیزه لمانځلې وه، یو ځل بیا دا مشهوره جوړي یو ځای فلم کې کار کوي. د دې فلم په اړه ویل کېږي، چې دا د هند او کاناډا ترمنځ د یوې کورنۍ کیسه ده او فلم به کومیډي هم وي.

کاپي…