شاه رخ خان: خلکو به راته ویل چې ته او ایشوریه یو شان ښکارئ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان یوه پخوانۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو وایرل شوې ده، چې هغه او ایشوریه رای پکې په يوه ایوارډ شو کې دي او په ۲۰۰۰ کې د نندارې ته وړاندې شوي فلم (جوش) په اړه خبرې کوي.

 

شاه رخ خان وايي، چې په دغه فلم کې ما د نړۍ د تر ټولو ښایسته نجلۍ سره کار وکړ، خو موږ دواړه په دغه فلم کې ورور او خور و او خلکو راته ویل چې تاسې دواړه یو شان ښکارئ.

 

هغه وايي، تراوسه پورې مې په دې دروغو باور کاوه چې د ایشوریه د ورور کردار مې لوبولی، نو د هغه په څېر ښکارم. د یادولو ده چې شاه رخ خان او ایشوریه رای په نورو مشهورو فلمونو کې هم کار کړی دی چې د دواړو ترمنځ پکې د مینې صحنې ثبت شوې دي.

کاپي…