شاه رخ خان: مېرمن مې زما پخلى، د کور صفايي او د ماشومانو پالنه خوښوي

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار شاه رخ خان وخت نا وخت د خپلو مينه والو د پوښتنو ځوابونه ورکوي، چې تېره ورځ هم نوموړي په ټويټر کې د يو شمېر مينه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د هغه يو مينه وال ترې پوښتنه وکړه، چې مېرمن يې ګوري خان د هغه کوم کار ډېر خوښوي؟ شاه رخ خان يې په ځواب کې وويل، چې مېرمن يې د هغه پخلى، د کور صفايي او د ماشومانو پالنه ډېره خوښوي او زه فکر کوم چې زما ډېر ښايسته والى هم د هغې خوښېږي.

يو بل کس له شاه رخ خان نه د ځوانو نجونو په اړه پوښتنه وکړه، چې دوى ډېرى وخت د خپلې څېرې او ښايست په اړه شکمنې وي او پرېشانه وي، نو هغه به څه مشوره ورکړي؟ نو شاه رخ خان ورته وليکل، چې هره نجلۍ ښايسته ده او له يو بل څخه بيله ده. نو پکار ده چې د دوه نجونو ترمنځ پرتلنه ونه شي، ځکه هر څوک تر نورو بېخي بيل دى.

يو کس له شاه رخ خان دا پوښتنه هم وکړه، چې د نجلۍ په خپل دام کې د ګېرولو په اړه مشوره راکړه، نو هغه ورته وويل چې ډېر زيات احترام، درناوى او ښه سړيتوب کوه.

يو کس له شاه رخ خان نه وپوښتل چې په تشناب کې ډېر وخت ولې تېروې؟ نو هغه ورته وويل، چې زه به يوه ويډيو جوړه او تاته درولېږم، بيا يې وګوره.

 

ډېرى مينه والو يې ترې د راتلونکي فلم په اړه هم پوښتنې وکړې، نو شاه رخ خان ورته وويل چې هغه په نوي فلم کار کوي. خو نوموړي د فلم نوم ذکر نه کړ.

 

د يادولو وړ ده چې شاه رخ خان اوس مهال په (پټان) فلم کې کار کوي، چې په دې فلم کې له هغه سره دپيکا پاډوکون او جان ابراهام هم کار کوي، خو په رسمي ډول يې اعلان نه دى شوى.

کاپي…