شاه رخ خان ولې عامر خان ته مشوره ورکړې وه چې له کاجل سره کار مه کوه؟

د شاه رخ خان او کاجل جوړي د بالي ووډ سینما یو له مشهورو جوړو څخه ګڼل کېږي، دواړو په ګډه بالي ووډ ته ډېر کامیاب فلمونه ورکړي دي، چې د هغوی مینه وال یې اوس هم د دوی جوړي خوښوي.

 

خو تاسې ته معلومات شته، چې یو وخت شاه رخ خان نه یوازې دا چې کاجل یې نه خوښېده، بلکې عامر خان ته یې مشوره هم ورکړې وه چې کار ورسره مه کوه.

 

د معلوماتو له مخې، شاه رخ خان په یوه مرکه کې ویلي و، چې کله مې له کاجل سره په بازیګر فلم کې کار کولو، نو عامر خان مانه د کاجل په اړه پوښتنه کړې وه، هغه غوښتل چې فلم کې ورسره کار وکړي.

 

شاه رخ خان وايي، چې ما عامر خان ته دا پېغام ولېږه، هغه ډېره بېکاره اداکاره ده، کار ته یې هېڅ پام نه وي، نو ته ورسره بېخي کار مه کوه.

 

هغه وايي، خو وروسته مې عامر خان ته زنګ وکړ او ورته مې وویل، چې زه نه پوهېږم چې دا څنګه ده، خو په فلم کې یې زبردست کار کړی دی. د یادولو ده چې د شاه رخ خان او کاجل فلم (بازیګر) په ۱۹۹۳ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و.

کاپي…