شاه رخ خان ولې له څو فلمونو نه ايشوريه ايستلې وه؟

د بالي ووډ فلمونو مشهورې او ښايسته اداکارې ايشوريه راى بچن په يوه مرکه په فلمي نړۍ کې د خپلې مبارزې، کار او له هغې سره د شوي بد سلوک په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې په خپله مرکه کې دا هم ويلي و، چې شاه رخ خان هغه له ٥ فلمونو څخه ايستلې وه.

نن د بالي ووډ فلمونو د دې مشهورې اداکارې ٤٧مه کليزه ده، د هغې د کليزې په ورځ يوې هندۍ وېبپاڼې د هغې يوه پخوانۍ مرکه خپره کړې ده، چې نوموړې پکې د شاه رخ خان په اړه هم ډېر څه ويلي دي.

د يادې خپرونې پر مهال له هغې څخه وپوښتل شول، چې د (وير زارا) په ګډون له پنځه فلمونو څخه هغه ولې ويستل شوې وه؟ نو په ځواب کې يې هغې وويل: ((د دې پوښتنې زه څنګه ځواب درکولى شم؟ خو ها، هغه وخت د دوه داسې فلمونو په اړه خبرې شوې وې، چې ما او شاه رخ خان پکې ګډ کار کاوه، خو بيا پرته له دې چې ماته کوم وضاحت راکړل شي، له هغه فلمونو څخه زه وويستل شوم او لامل يې تراوسه پورې ماته معلوم نه شو)).

د يادې مرکې پر مهال د مرکې کوربه ايشوريه راى ته وويل، چې شاه رخ خان په خپله يوه مرکه کې په دې اړه ويلي و، چې شاه رخ خان يې له دې امله له فلمونو څخه ويستلې وه، چې په خپل شخصي ژوند کې ډېره مصروفه وه او هغه بيا خپله دا تېروتنه هم ومنله او وې ويل چې بايد داسې نه واى شوي.

د دې خبرې په ځواب کې ايشوريه راى ورته وويل، چې ماسره د دې خبرو هېڅ ځواب نشته، ځکه چې زه شاه رخ خان له هغه فلمونو څخه ويستلې وم.

نوموړې همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې کله زه له هغه فلمونو څخه ويستلې شوم، نو زه ډېره خپه او غمژنه شوم، خو ما هېڅ کله هم له شاه رخ خان څخه په دې اړه پوښتنه ونه کړه، ځکه دا زما په فطرت کې نه ده چې له خلکو څخه دې لاملونه وغواړم.

د بالي ووډ اداکارې وويل، چې که چېرته هغه ته دا احساس واى، نو بايد په خپله زما خواته راغلى واى او ماته يې د دې فلمونو څخه د ويستلو وجه ويلې واى.

د يادولو وړ ده چې شاه رخ خان په ٢٠٠٣ کال کې په يوه مرکه کې ويلي و، چې له يو چا سره د يو فلم شروع کولو پرېکړه کول او بيا په کومه تېروتنه هغه له فلم څخه ليرې کول، ډېر ګران کار دى، ځکه چې ايشوريه زما ملګرې ده او زه شخصاً په دې اړه فکر کوم چې له هغې سره ما ډېر زياتى کړى دى.

 

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د يو پروډيوسر په حېث ماته د خپلې تېروتنې احساس و او بيا وروسته ما له ايشوريه راى څخه بخښنه هم وغوښته.

کاپي هنرستان…