شاه رخ خان: ٥٠؛ عامر خان: ١٠٠٠”، د بالي ووډ ٧ مشهورو اداکارانو لومړۍ ګټه څومره وه؟

د بالي ووډ فلمونو ځينې هغه مشهور نومونه، چې اوس يوازې په يو فلم کې د کار کولو کروړونو روپۍ اخلي، پوهېږئ چې دوى په لومړي ځل کوم کار ترسره کړى و، نو د هغې په بدل کې يې څومره پېسې يا څومره معاش ترلاسه کړى و؟

په دې ليکنه کې د بالي ووډ د ٧ هغه مشهورو اداکارانو په اړه معلومات درکوو، چې د هغوى لومړۍ پېسې يا معاش تر ١٠ زره هندي کلدارو څخه کم و.

اکشى کمار: نوموړي فلمونو ته له راتګ مخکې په بېنکاک کې د اشپز په توګه کار کاوه، اوس چې هغه يو له ګرانبيه اداکارانو څخه دى، خو هغه وخت يې د مياشتې يوازې ١٥٠٠ روپيو باندې کار کاوه.

 

اکشى کمار

شاه رخ خان: نوموړى چې اوسمهال د بالي ووډ کنګ خان يا پاچا ګڼل کېږي، لومړنۍ ګټه يې يوازې ٥٠ هندي کلدارې وه، دا پېسې هغه ته د پنکج اداس په يو کنسرټ کې ورکول شوې وې، چې شاه خان ورسره پکې کار کړى و.

 

عامر خان: مشهور اداکار عامر خان ته بيا د خپل لومړي فلم (قيامت سى قيامت تک) کې د کار کولو ١٠٠٠ هندي کلدارې ورکړل شوې وې، اوس هغه د يو فلم ٥٠ کروړه يا ٥٠٠ ميليونه روپۍ اخلي.

 

عامر خان

اميتاب بچن: دې مشهور اداکار په فلمونو کې د کار کولو څخه مخکې په يو فلمي شرکت کې د مزدورکار په توګه کار کاوه، چې په بدل کې ورته د مياشتې ٥٠٠ هندي کلدارې ورکول کېدې.

 

اميتاب بچن

پريانکا چوپړا: په ٢٠٠٠ کال کې پريانکا چوپړا د مس ورلډ لقب وګاټه او بيا يې د ٥٠٠٠ کلدارو په بدل کې دنده پيل کړه، خو اوس نوموړې په بالي ووډ او هالي ووډ کې ډېر لوى نوم لري.

 

پريانکا چوپړه

سونم کپور: دا مشهوره اداکاره او موډله چې فلمونو کې د کار کولو څخه مخکې يې د سنجى ليلا بنسالي سره د مرستيالې ډايريکټرې په توګه کار کړى و، ٣٠٠٠ روپۍ ورته ورکول شوې وې.

 

سونم کپور

ريتيک روشن: نوموړي په فلمونو کې د اداکارۍ تر څنګ په خپله نڅا هم د خلکو زړونه ګټلي دي، هغه په لومړي ځل د جيتيندر سره په اشا فلم کې په يوه سندره کې نڅا کړې وه، چې په بدل کې يې ورته سل روپۍ ورکول شوې وې.

کاپي…