شعر او شاعري د اسلام په هنداره کې!!!

حمد عمر حماد

شعر هغه موزون( وزن و قافیه لرونکی) کلام ده چې پر زړه اثر کوي او د انسان د احساساتو او عواطفو د تحریک سبب ګرځي. د رسول صلی الله علیه وسلم مخ کې د شعر یادونه وشوه، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه(شعر) هم یو کلام دی، که ښه خبره شوې وي ښه ده او که بده خبره شوې وي بد ده(هو کلام فحسنه حسن و قبیحه قبیح) (رواه البخاری)

الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایي: وَالشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُۥنَ ـ سورة الشعراء ۲۲۴

ژباړه: او د شاعرانو په خبرو پسې غوليدلي ګمراه شوي خلك ځي.

مفتي محمد شفیع رحمه الله د فتح الباري روایت را نقل کړی او لیکلي یې دي: کله چې دا آیت نازل شو، نو عبدالله ابن رواحه رضي الله عنه، حسان بن ثابت رضي الله عنه او کعب ابن مالک رضي الله عنه چې په شعراو صحابه کرامو کې مشهور وو په ژړا سره رسول صلی الله علیه وسلم ته راغلل او عرض یې وکړ چې اې د الله تعالی رسوله! الله تعالی دا آیت نازل کړی او موږ هم شعرونه وایو، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د آیت وروستنۍ برخه ولولئ، مطلب دا وو چې ستاسو اشعار بې هوده(بې فایده) او د غلط هدف لپاره نۀ دي، پر دې وجه تاسو په هغه استثناء کې داخل یاست کوم چې د آیت په اخر کې ذکر ده، پر همدې وجه مفسرین فرمایي چې د آیت په ابتداء کې مشرکین شاعران مراد دي ځکه چې ګمراه خلک، سرکش شیطانان او نافرمانه پیریان به د دوی د اشعارو تابعدار وو او روایت کول به یې.(فتح الباري)

مفتي محمد شفیع رحمه الله لیکي: شعر مطلقاً بد نۀ ده، بلکې کله چې په کوم شعر کې د الله تعالی نافرماني، یا د الله تعالی د ذکر څخه منع کول، یا په دروغو او ناحقه د کوم انسان بد والی او سپکوالی بیان وي، یا فحش کلام او فحش لپاره محرک وي، هغه اشعار بد او مکروه دي، او هغه اشعار چې ددې ګناهونو او مکروهاتو څخه پاک وي، هغه الله تعالی د (اِلَّا الذین امنوا وَ عَمِلُوا الصَّلِحاتِ) په ذریعه مستثناء دي، او ځیني اشعار خو په حکیمانه مضامینو، وعظ و نصیحت باندې د مشتمیل کېدو له کبله په طاعت او ثواب کې داخلېږي، لکه د اُبي بن کعب رضي الله عنه روایت ده چې (اِنَّ مِنَ الشِعْرِ حِکْمَة) یعنې ځینې شعرونه حکمت وی. حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایي چې د حکمت څخه مراد ریښتونې خبره ده، هغه چې د حق مطابق وي. همدارنګه ابن بطال رحمه الله فرمایي: کومو اشعارو کې چې د الله تعالی د توحید او وحدانیت، د الله تعالی د ذکر، د اسلام سره د الفت او محبت بیان وي هغه اشعار محمود(ستایل شوي) دي او په ذکر شوي حدیث کې همدارنګه اشعار مراد دي، مګر کومو اشعارو کې چې دروغ او فحش بیان شوی وي هغه اشعار مذموم(بد) دي.

امام بخاري رحمه الله د ابو هریره رضي الله عنه روایت را نقل ده فرمایي: لان یمتلي جوف رجل قیحا یریه خیر من ان یمتلی شعرا ـ یو سړی چې سینه یې له زوو او قي څخه ډکه وي دا له دې څخه غوره ده چې د اشعارو څخه ډکه وي. امام بخاری رحمه الله لیکي زما پر رایه ددې معنا دا ده چې کله شعر او شاعري د الله تعالی پر ذکر، قرآن او علم کې په مصروفیت باندې غالب شي، خو کله چې شعر مغلوب شي بیا شعر بد نه ده، دغه راز هغه اشعار چې فحش مضامین، یا د خلکو په بدو ردو، یا نورو خلاف شریعت مضامینو باندې مشتمل وي، هغه اشعار په اجماع د امت حرام او ناجایز دي، او دا یوازې اشعارو پورې مخصوصه نه ده، د نثر کوم کلام چې همدا وړ وي د هغه هم همدا حکم ده.

امیر المؤمنین عمر فاروق رضي الله عنه خپل یو تن والي عدي بن فضله له خپلې دندې څخه ځکه لرې کړ چې فحش اشعار به یې ویل. عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله عمرو بن ربیعه او ابوالاحوص پر همدې جرم سره جلا وطنه کولو حکم ورکړ، چې عمرو بن ربیعه توبه وباسله هغه قبوله کړه.

 

ابن ابی حمزه رحمه الله فرمایي: ډېره قافیه بازي، او هر داسې علم و فن چې زړونه سخت کړي او د الله تعالی له ذکر څخه د ګرځېدو سبب وګرځي او عقیده کې شکونه او شبهې او روحاني بیماري پیدا کوي د هغو حکم داده کوم حکم چې د مذمومو اشعارو ده(حرام دي)

مفتي خالد سیف الله رحمه الله په حلال و حرام نومي کتاب کې د رد المختار په حواله لیکلي چې په شعر ویلو سره مزدوري غوښتل او د معاش ذریعه یې ګرځول جایز نۀ دي.

 

رسول صلی الله علیه وسلم د شعر ویلو شوق نۀ درلود مګر ځینې وخت یې بې اختیاره په مبارکه ژبه باندې اشعار راغلي دي، د خندق د غزا پر مهال کله چې انصار پر جوش راغله، نو داسې اشعار یې وویل:

نحن الذین بایعوا محمدا

علی الجهاد و ما بقینا ابدا

ژباړه: موږ هغه خلک یوو چې له محمد صلی الله علیه وسلم سره مو په جهاد بیعت کړی دی تر څو چې ژوندي یوو.

رسول صلی الله علیه وسلم چې د خپلو وفادارو غازیانو ملګرو دا شعر واوریده، نو بې اختیاره یې له خولې څخه داسې شعري الفاظ ووتل:

اللهم لاعیش الا عیش الاخرة

فاغفر للانصار و المهاجرة (رواه البخاري)

 

ژباړه: اې الله تعالی! د آخرت څخه ما سیوا هیڅ ژوند نشته، د انصارو او مهاجرینو مغفرت وکړه.

 

مفتي خالد سیف الله رحمه الله د مشکات شریف پر حواله لیکلي چې رسول صلی الله علیه وسلم د شعر په وسیله د دښمن مقابلې ته جهاد بالسان(په ژبه جهاد) ویلی دی. همدارنګه لیکي چې یو وخت حسان ابن ثابت رضي الله عنه د اسلام په دفاع کې اشعار ویل، نو رسول صلی الله علیه وسلم دده لپاره په مسجد نبوي کې منبر کېښوده.

 

محمد عمر حماد

درنښت!