سه شنبه , 30 اپریل 2024

شعر او له خيال سره يې تړاو

ژباړن: شمس خوستی

دي لويس وايي: هغه قوه چې خيال يې پنځوي (تخيل) دى فكركوم په ذهني قواوو كې بې له تخيله بله قوه نشته چې داسې مشكل تعريف ولري.

احمدامين په (النقدالدبي) نومي اثركې ليكي، سره له دې چې د شعري كره كتنې په په ډېرو كتابونو كې د تخيل په اړه ځانګړي فصلونه راغلي دي خو په هېڅ يوۀ كې د تخيل درست او سم تعريف نه ترسترګو كيږي. استاد شفيعي، خيال د شعر او جوهر ثابت عنصربللى، دى وايي: خيال هغه قوه ده چې له تخيل څخه پنځيږي، دقيق تعريف نه لري، كه څه هم د هغې تعريف او پېژندنه له ټول توان سره شوې، بيا هم مبهمه پاتې ده، ښايي دا ومنى چې هر انسان د ژوندپه يوه دوره كې شاعر وي، انسان په هغه دوره كې د طبيعت په عادي ليدنوهم غږيږي او له چاپېريال څخه هر ډول حسي درك د هغه لپاره حيرانوونكي تازه ګي لري (په دې مهال كې هغه پر شيانو نوم ږدي او له هغه څه سره يې تشبې كوي چې دۀ ته يې تشبې ورسره منلې ښكاري)

ښايي په دې دوره كې د ځوانۍ مستي د دې لامل وي چې د انسان حواس يې راپارولي وي او ياهم د چاپېريال د شيانو له ليدلو دى الهام اخلي.

دا ډول احساس پخپله يوه شعري او شعوري بيداري او لومړنۍ تجربه ده (په دې وخت كې ) ټول حواس بيدار وي خو وروسته د شعري تجربو استعداد (ژرمحدوديږي اوپه درانۀ خوب بدليږي) ايله ځينې وګړي ويښ پاته كيږي او د وېښېدا استعداد لري، هغه هم مكرر ويښوونكي لاملونه لري (ښايي دغه لاملونه، د تخيل له قوې، مينې او ناڅاپي الهام څخه پيدا كيږي) دغه دويم ويښتوب له لومړي هغه سره توپيرلري ياني د فهم او درك دويم او ثانوي پړاؤ دى د طبيعت د هر ډول قوانينو كشف پخپله يوه بيداري، تجربه او شعر دى.

د جاذبې قانون د نيوټن (۱۹۴۲ – ۱۷۲۷) اوله تجربه، ويښېدا او شعور دى او نورخلك هغه تجربه د اولين شعورله مخې په دويم پړاؤ كې ترسره كوي، د دوى درك، كشف او ويښېدا د واسطې له مخې نه بلكې ثانوي دى، د شعرپه اړه هم داسې ده، هغه څه چې شاعريې درك كوي اولينه تجربه، ويښېدا اوكشف دى اوهغه څه چې د ده له شعره نورو ته حاصليږي دويمه بيداري، تجربه اوكشف دى، (په  دويم پړاو كې، دويم درك رامنځته كېدل له اولې هغې خبرېدل دي چې په بېلابېلو ذوقونو بېل بېل اغېزلري اومختلف وګړي ورڅخه مختلف خوندونه اخلي)

ژرادراونروال (۱۸۵۵ – ۱۸۰۸ ) وايي: شاعر ؤ چې د اول ځل لپاره يې مخ له ګل سره تشبه كړ، له هغې وروسته نور خلك د هغه مقلدين.

نوموړى دا ټكى روښانوي چې د يوې ښكارندې په پنځولو كې د شاعر ويښتوب اولين او نېغ كاردى، او له  هغې پدېدې د نورو خبريدا ده چې د اولين ځل لپاره شاعر ته حاصله ده.

خواجه نصيرالدين طوسي (۶۷۲ هـ  مړ) د اقتباس پر بنسټ وايي: د هغې نفس د انفعال لامل چې شاعرته ناڅاپي رسيږي له هغې زيات دى چې په تدريج سره ورته رسيږي، له دې امله هغه څه چې د لومړي ځل لپاره رامنځته كيږي خوندور وي خو تكرار يې پېكه كيږي، دا ټكى ځكه سم دى چې شعر د تعجب په لرلو خوندور او ښكلى دى، كله چې ډېر تكرار شي هغه تعجب اوخوندپكې نه پاته كيږي له دې امله (ابن سينا په شعر كې د تشبې خوږلت او ښايسته والى تعجب بولي) د دۀ په نظر په تشبې كې تعجب پروت دى چې د خوند او ښايست لامل دى.

ځينې معاصر كره كتونكي د دې نظريې پر بنسټ هڅه كوي چې شعر او هنر د انسان تجربه وبولي (ښايي د دې نظريې لپاره دوى بېلابېل دلايل لري، دوى غواړي ثابته كړي چې شعر د انسان تجربه ده، خو دا ثبوت له دې خبرې سره اړخ نه لګوي چې هر انسان د ژوند په يوه دوره كې شاعر وي، او بله دا چې شعر له دې امله خوندور بولي چې تعجب اوردى، نو ولې هرانسان، د ژوند تر پايه شاعر نه شي پاتې كېدلى؟

سره له دې چې انسان د خوندورو غوښتونكى او د هغې د حاصلولو په هڅه كې دى، كه شعر رښتيا هم د انسان تجربه وي نو بېله شكه به ډېرخلك شاعران وو، مګر داسې نه ده، نو موږ وېلاى شو چې شعر الهام دى )

الاستدراك لومړى كس دى چې په (ابغالشير) نومي اثركې شعر د انسان تجربه بولي، نوموړى له مسلمانو كره كتونكو څخه دى چې د شعري تجربې د تړاؤ په هكله ښايسته ډېر ګړېدلى دى.

اميل زولا ( ۱۸۴۰ – ۱۹۰۲ ) د فرانسې له سترو ليكوالانو څخه دى، نوموړى د اناتوراليست ادبي ښوونځي بنسټ ايښودونكى دى اوپه اروپا كې يې عام كړی دی چې شعر او هنر د انسان د تجربې محصول دى، د شعر تجربه داسې څه نه دي چې د شاعر د ارادې محصول وبلل شي دا يوه روحي ښكارنده او د هغه په ژوند كې د پېښو مجموعه ده چې ناڅاپه يې په ضمير كې غبرګون (انعكاس) پيدا كوي.

اليوت (۱۸۸۸ – ۱۹۶۵) يو انګليسي شاعر او داستان ليكونكى دى، وايي: د تاب “اسپيونوزار” وېيل او ټايپ ماشين اواز او د ماښامنۍ د پخېدو بوى، ټولې شيبې تجربه كېدى شي.

شفيعي کدکني په (صور خيال در شعر فارسي) كې د همدې مبحث په اوږدو كې وايي: هر وګړى په خپل ژوند كې ځانګړې تجربه لري، نو طبيعي ده چې د شعر خيالي تصويرونه يې هم ځانګړتياوې ولري چې د هغه خپله لار او ځانګړنه ده، د هر شاعر شعرځانګړى اسلوب، خيالي تصويرونه او لږ ډېرشاعر پخپله د شخصيت ځانګړتياوې لري ازاد نه دى، غالباً د نورو اخذاتو په لارو درومي او نورو ته د شعرونو او خيالونو له لارې يوڅه راپنځوي (چې دا له ورايه ښكاري، په اوسني وخت كې يې شته والى هېڅ دى)

شوقي ضعيف، په دې اړه د يادونې وړ يو څه ويلي دي، هغه وايي: هر اديب طبيعي ځانګړتياوې، استعارې، تشبې ګانې او ځانګړى مجاز لري چې كولى شو هغه د ده خپل تصويرونه وبولو، يا د هغه روح تصويرونه چې له ځاني جوهر څخه يې په ارواكې انځور دي، كولى شو له دې ځايه د دغه هنرمند سقوط پيدا كړو، چې د نورو په ابتكار (پخوانيو جوړشوو تصويرونو او خيال ) ژوند كوي ( روان وي ) او كه هنرمند د خپلو شعري تصويرونو په ارايه كې تقليد نه وي كړى نو په علمي دقت كولى شو، ډېر روحي ځانګړتياوي يې له خياله كشف كړو،لكه ځينو كره كتونكو چې د( ويليم شكسپېر – ۱۰۶۴ – ۱۶۱۶ دانګلستان لوى شاعراودډرامې ليكونكي په هكله داكاركړيدى اودهغه داثاروپه تصويرونوكې يې په دقت سره د نوموړي د ژوند ځانګړتياوې، تاريخي تسلسل او پيوستون موندلى او د هغې ځينې اثاريې له دې لارې په لاس راوړي دي.

پخوانيواديبانوهم  له هغۀ ټول پام سره چې خيال ته يې كړى، دشعرپه جوړښت كې يې دخيال پرونډه ډېرلږ غږيدلي، دسكوت لامل يې دا دى چې ددې پرځاى چې بايددخيال په طرز او تفكركې نسبت شعر او د هغې مفهوم ته ډېره پلټنه وكړي، د شعر شكل اوظاهرته توجه كړېده، دوى شعري جوهرته ډېركم نظركړي دى او د شعرپه جوړښت كې د خيال پر اهميت كم غږيدلي دي، مګرهغه څوك چې د مفاهيموپه نيت يې منطقي نظر او فلسفي ليدته ډېره توجه كړې ده لكه د تخيل په بحث كې چې ياد شول، خيال د شعرجوهر بولي او د نويو ادبي ښوونځيوپيروان لكه  ( سورياليسم ) هنر د خيال او تخيل پايله بولي.

د سوريالزم كليمه د لومړي ځل لپاره ګيوم اپولين په ۱۹۱۴ كال كې په Asmells  betireiasissm)  ) نومي ډرامه كې كې وكاروله اوهغه يې د سورياليست ډرامه  وبلله، چې موخه يې ورڅخه د يو نوي ادبي ښوونځي بنښت اېښودل وو، نوموړي غوښتل چې له يادې شوې كليمې سره يو پخوانى خيالي او رنګارګ شعر بيان كړي.

اندره برتون  اوفلېپ سوپر له اپولېز څخه دغه تعبيرواخيست خودتقليد په منظورنه بلكې له دې كليمې له كارونې ددوى موخه د خوب (رويا) او معزو داخلي فعاليتونه دي، چې ( ژر رارد نوراوال ) د طبيعت مافوق (سوپرناتولېزم) اولينه بيانيه په ۱۹۲۴ كې ( اندره برتون ) وليكله چې ياد شوى ښوونځى يې داسې پسې پكې معرفي كړچې سوريالېزم خپل كاره ( خودكاره ) معز دي چې ښايي په ژبه، قلم او يا بله وسيله د عمل واقعي جريان او تفكربيانوي.

سوريالېزم بې د عقل له امر هر ډول هنري قوانينو او اخلاقي اصولو له تقليد څخه د تفكرتقرير اوت ثبيت دى.

دا ژباړه لومړی پلا د ۲۰۰۷ د جولای په ۵ نېټه په تاند کې ځبره شوې وه