شعر رسالت لري!

لیکنه: شفیق امیرزی

کېدای شي ډېرو غونډو ته تللي وی، شاعران مو ليدلي وي چې ښه خوندور شعرونه یې ویلي دي او ښايي داسې کسانو سره هم مخامخ شوي وی چې ستېج ته له درېدو سره سم پوهيدلي یاست چې دا کس یوازې غواړي دا وښيي چې زه هم غواړم ګډون وکړم.

داسې کسان په ټولنه کې ډېر دي چې تش په نامه شاعران دي یا دا چې شعر د دې لپاره ليکې، چې دوی د ستېج شا ته له تګ نه خوند اخلي او دا ورته یو ویاړ ښکاري چې د ګڼو کسانو له مخې سره د خپل شعر څو بیتونه ووایي.

زیاتره شاعران چې کله شعر وايي نو دا ورسره زیاته وي چې ، بښنه غواړم شاعر نه یم یوازې غواړم زه هم د غونډې ګډونوال وم، اوس په کابل کې ورځپاڼې او اونيزې خپرونې ډېرې زیاتې دي چې هره یوه یې د شعر او شاعرانو لپاره یوه پاڼه لري داسې شعرونه به ووينې چې عقل او فکر به دې ټول ورته حیران شي چې له دې نه څه پایله واخلم، دا شعر د څه لپاره وو.

د دې ټولو علت څه شی دی؟

علت یې دا دی چې ډېری شاعران سره له دې چې شعر ليکي خو د خپل شعر د ښه لیکلو لپاره کوښښ نه کوي مطالعه نه کوي ریاضت نه ګالي، دوی شعر ته یوازې د قافیو د تړلو په سترګه ګوري یوازې څو هم وزنه او هم قافیه کليمې سره یو ځای کړي او د شعر په بڼه یې بدلې کړي، خو له دې نه دي خبر چې دشعر رسالت یوازې د کلماتو برابرول نه دي بلکه پیغام هم مهم دی.

زموږ په ټولنه کې داسې شاعران ډېر زیات دي چې شعر د قافیې لپاره ليکې که په موضوع کې هر څومره ټکر راشي کومه پروا نه یې کوي خو چې قافیه ماته نه شي په داسې حال کې چې په شعر کې د فکر تسلسل اړین شرط دی.

 

د بېلګې په توګه یو شاعر د شعر په مطلع کې ليکي چې یارمې بې پروا دی هېڅ مې په غم کې نه دی خو په دویم بیت کې د قافيي په خاطر داسې کلمات راوړي چې ګواکې په یار باندې مې ډېر ګران یم او همدا اوس له ما سره وو.

شعر یو فن دی، داسې یو فن چې ژور فکر ته اړتیا لري په شعر کې تکرار شیان راوړل که په نوې بڼه نه وي یوازې د وخت ضایع کول دي هم د شاعر وخت نیسي او هم د لوستونکي.

که داسې و انګيرو چې شعر داسې هنر دی لکه رسامي، نو که چېرې ټول رسامان را پورته شي او یو شی رسم کړي نو فکر نه کوم چې بیا د رسامي دومره ليدونکي ولري همداسې شعر که هر شاعر یوازې تکراري کلمات او موضوع ګانې راوړي شعر به خپل لوستونکي له لاسه ورکړي.

مونږ په ټولنه کې تل پاتې شاعران لرو د تل لپاره یې شعر خپل پیروان لري، علت یې دا دی چې هغوی د قافیې لپاره شعر نه ليکه، بلکه قافیه یې خپل شعر ته لیکله په دې مانا چې فکر یې تسلسل درلود نه قافيي فکر یې قافيي ته نه برابراوه بلکه قافیه یې فکر ته برابروله، شعر یې په فکر لیکلو، د هر څه په اړه یې ساعتونه او ورځې خپل ذهن بوخت ساته، تر څو ګټور شی ټولنې ته وړاندې کړي تر څو خپل فکر داسې وړاندې کړي چې هم شعر خوندور شي او هم یې په فکر کې خلل را منځ ته نشي.

که چېرې تاسې د کلماتو لپاره شاعري وکړی نو د یوه منظم فکر خاوندان به نه وی، مهمه دا ده چې خپل فکر وړاندې کړی خیر آزاد نظم وليکئ منظوم شعر شرط نه دی.

ډېر کسان دا هڅه کوي چې شعر وليکي خو شعر یې شعر نه وي محتوا یې نه وي معلومه کلمات وي هغوی که له شعر سره مینه لري نو ښه خبره دا ده چې لومړي ولولي ولولي ولولي دومره شعرونه ولولي او واوري چې تر څو اغېزه پرې وکړي شعر یې په رګ رګ کې خور شي هغه وخت به یې شعر، شعر وي.

خو که زموږ موخه یوازې د چک چکو اورېدل وي د ستېج تر شا درېدل وي نو مونږ به د شعر اصلي رسالت چې د ټولنې د درونو او خوښیو ترجماني ده نه وي ترسره کړی.

کله مو چې د شعر رسالت وپېژانده دا مو و پتیله چې په ټولنه کې د شعر مسولیتونه څه دي، هله به پوه شو چې شاعري آسانه کار نه دی شاعر مسول دی شاعر باید د ژور فکر خاوند وي.

د شعر مسولیتونه ډېر دي په ټولنه کې د بېلګې په توګه:

د فکر روزل: دا د شاعر مسولیت دی تر څو شته حالتونو ته په کتو د خپل ولس د فکر روزلو ته هڅه وکړي خپل ولس ته وخت په وخت تازه او نوي افکار ورکړي.

اخلاقي روزنه: د شاعر دنده ده چې د خپل ولس اخلاقي ښېګڼې ته پاملرنه وکړي.

د هنري ذوق خړوبول: دا د شاعر دنده ده چې د ښکلو افکارو لپاره ښکلي هنري کلمات وکاروي تر څو د ولس هنري ذوق خړوب کړي که داسې و نشي نو شاید ولس د نورو ژبو شعرونو ته مخه کړي.

د احساساتو پارول: دا دشعر مسولیت دی چې د ولس احساسات را وپاروي داسې چې د هغه ولس په ګټه وي، که چېرې په یوه ټولنه کې داسې یو وضعیت را مخ ته شي چې د ټولنې وګړي د هغې به هکله خپل مثبت او منفي احساسات وښيي نو دا دوی(شاعرانو) مسولیت دی تر څو د ولس دا احساسات را وپاروي.

د تاریخ خوني کول: په کوم ځای کې چې د تاریخ لیکوال د پېښو د لیکلو نه تم کېږي او بې وسه کېږي په دې وخت کې د شاعر دنده پیل کېږي ځکه شاعر کولی شي ډېرې داسې تارېخي پېښې چې په ښکاره توګه د لیکلو او ویلو نه وي یا شرایط ورته برابر نه وي نو شاعر کولی شي هغه په لفافه کې وړاندې کړي چې په دې توګه به تاریخ خوندي وي.

شعر د دې تر څنګ ډېر نور مسولیتونه هم لري چې شاعر باید هغه ته پام وکړي.

رسالتمن شعر تل پاتې شعر دی، او د هغه شاعر د تل لپاره ژوندی دی پخپله ټولنه کې د ژوندي او تل پاتې شعر په هيله.