شعر څنګه دېکلومه کړو؟

اسرار وصال
دشعرپه په خاص انداز اومسلکي ډول لوستلوته دېکلومه ویل کيږي. دېکلومه معمولآ په رادیو،تلوېزیون، او مشاعرو کې
دشاعرانو اود شعرمینوالو لخوا ویل کیږي. په شعري فورمونو کې معمولآ هغه دیکلومه کیږي چې دبیتونو شمېر یې زیات وي
لکه غزل، ازاد نظم او داسې نور. زه یوازې پر رادیویي دېکلومې خبرې کوم. رادیویي دېکلومه دمشاعرو اوټلوېزیون له
دېکلومې سره ښکاره توپيرلري چې په لاندې ډول دي.

ټلوېزیوني دېکلومې سره یې توپیر:
۱: په ټلوېزیوني دېکلومه کې له شعر سره تصویر ضروي دی مګرپه رادیویي دېکلومه کې نشته
۲: په ټلوېوزیوني دېکلومه کې لیدونکی دشعر لوستونکي له انداز سربېره ددېکلومې له تصویر څخه هم اغېزمن کیږي
خوپه رادیویي دېکلومه کې ټول زور دشعر لوستلو باندې اچول کيږي.

له مشاعروي دېکلومې سره یې توپير:
۱: په مشاعرو او ادبي غونډو کې معمولآ له شعر سره بکرونډ موزیک ( دشعر تر شا د موسیقۍ رباب، ګیتار… اواز) نه
وي حال داچې په رادیویي او ټلوېزیوني دېکلومو کې دغه کار ترډیره حتمي دی.

۲: په مشاعروي دیکلومه کې چکچکې، خندا او د بیت بیا بیا لوستل شته خو په رادیویي دېکلومه کې نشته
ممکن نور توپیرونه به هم ولري خو اصلي موضوع ته راځم. ( شعرڅنګه دېکلومه کړو؟)

دیوې ښې دېکلومې ځانګړنې دادي:

۱: شعر ترثبت مخکې څوځله ولولۍ.

۲: دشعر دټولو ویونو په معنی ځان پو کړئ.

۳: شعر ښه روښانه ولیکئ.

۴: فکرمو ښه آرامه کړئ.

۵: ترثبت مخکې غاړې تا زه او ګرمې اوبه یاچای وڅښئ اویخې اوبه مه څښئ.

۶: له دېکلومې مخکې موخواږه څیزونه هم ستونی خرابوي مه یې خورئ.

۷: مایکوفون ته په یوه اندازه کښېنئ نه ډېرنږدې اونه ډېر لرې.

۸: تردېکلومې دمخه بګراونډ موزیک ( هغه موسیقي چې دشعر ترشا اېښودل کيږي) واورئ اوشعر دهمدغه موزیک ترتاثیر لاندې ولولئ.

۹: بیتونه په خورا مینه او دزړه له تله ولولئ.

۱۰: دبیتونوترمنځ یوڅه فاصله واخلئ.

۱۱: په کول اېډېټ کې دشعر لوړوالی تر سلو مه لوړوئ.

۱۲: زیاته اېکو دشعر خوند له منځه وړي نوپه خپله اندازه اېکو ورکړئ.

۱۳: دبیتونو ترمنځ موزیک تر اتو ثانیومه اړوئ.

۱۴: ترشعر مخکې او وروسته موزیک لس ثانیې ورکړئ.

۱۵: موزیک باید ترشعر ورو وي.

(دشعر لوستلو انداز)
ټول شعرونه په غمجن اندازمه لولئ. حماسي شعر په حماسي اندازاو دردونکی په دردونکي انداز ولولئ. په دېکلومه کې دچاپېښې مه کوئ ستاسئ خپل اواز ممکن یو بېل خوند ولري.

(د موزیک ټاکنه)
بګراونډ موزیک ستاسې له دېکلومه شوي شعر سره مستقیم تړاو لري. ددېکلومې نیم تاثیر په موزیک کې دی . له حماسي شعرونو سره اکثره خلک رباب خوښوي. خودمینې په اړه شعرونو کې اکثره آرامه موزیک ښه لګیږي.

او وروستۍ جمله داچې ددېکلومه کونکي غږ هم ستر رول لوبوي. ډبل او بم غږ دېکلومه جادویي کوي.