شعیب اختر وایي سږ کال به اې پي ایل ترسره نشي

د پاکستان پخواني چټک توپ اچوونکي شعیب اختر له خپلو مینوالو سره په خبرو کې څرګنده کړې ده، چې سږ کال به د کرونا ویروس له امله اې پي ایل او نړیوال شل اوریز کرکټ جام ترسره نشي.

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر په تازه څرګندونو کې ویلي د ده په اند چې سږ کال به د هندوستان سوداګریزې کرکټ سیالۍ ترسره نشي.

د نوموړي په خبره لاهم په کرکټ د کرونا سیوری غوړیدلی او د کرکټ لوبغالي لاهم تړلي دي.

هغه د نړیوال جام په اړه هم نظر خپور کړی دی، د نوموړي په وېنا دا سخته ده چې ډاکټران د کرونا ویروس په خاطر هر فرد ته  واکسین جوړ کړي، نو  دا چاره کرکټ ته هم په زیان ده او لوبې یې له ګواښ سره مخ کړي.

د شعیب اختر په خبره نړیوال شل اوریز کرکټ جام به هم وځنډول شي.

اختر دا نظر د اې پي ایل لوبو د ځنډولو له مخې کړی دی، چې یادې سیالۍ له خپلو اصلي نېټو ځنډول شوي دي او لا یې هم د ترسراوي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د آې پي ایل سربېره وېره شته چې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام اووم پړاو هم ښايي وځنډول شي.

تمه ده چې سږ کال نړیوال جام په اسټرالیا کې ترسره شي،  خو لا یې هم د ترسراوي په موخه دقیقه پرېکړه نشته.