شعېب اختر غواړي چې د هغه په ژوند جوړېدونکي فلم کې سلمان خان کار وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر غواړي، چې که د هغه په ژوند کله هم فلم جوړېږي، نو د هندي سينما نامتو ستورى سلمان خان پکې بايد کار وکړي.

د ګلف نيوز په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې شعېب اختر د سلمان خان مينه وال دى. هغه په ٢٠١٦ کال کې له سلمان خان سره په دوبۍ کې ليدلي و او بيا يې په خپل ټويټر له سلمان خان سره ګډ انځور خپور کړى و او ورته يې ليکلي و، چې له سلمان خان سره يې په دوبۍ کې وليدل او ډېر ښه وخت يې سره تېر کړ. هغه همدا راز د سلمان خان ستاينه هم کړې وه، چې د بينګ هيومن بنسټ له لارې ښه کارونه ترسره کوي.

اوس تازه شعېب اختر په خپل يو بيان کې ويلي دي، چې هغه غواړي ٥٤ کلن سلمان خان د خپل ژوند او کرکټ کيرير باندې جوړېدونکي فلم کې وويني.

شعېب اختر وايي: ((که کله هم زما په ژوند فلم جوړېږي، زه به وغواړم چې سلمان خان پکې مرکزي رول ترسره کړي))

 

په وروستيو کې د فلم جوړونکو دې لوري ته هم پام شوى دى چې په نامتو کرکټرانو باندې فلمونه جوړوي، څو کاله مخکې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني باندې هم يو فلم جوړ شوى و، چې خلکو ډېر خوښ کړ.

 

په هندي سينما کې بيا تازه د ١٩٨٣ نړيوال جام باندې فلم جوړېږي، چې په دغه جام کې د هند لوبډلې اتلولي خپله کړې وه او هغه مهال کپيل ديو د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر و. دغه فلم چې د (٨٣) په نوم جوړېږي، د کپيل ديو ژوند به پکې وښودل شي.

 

پاکستانى پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر چې د پاکستان لپاره يې په ٤٦ ټېسټ او ١٦٣ يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى، هغه په ټېسټ کې ١٧٨ او په يو ورځنيو لوبو کې ٢٤٧ ويکټې ترلاسه کړې دي. هغه همدا راز ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ١٩ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي.

کاپي…