شفیق الله شفق له شپږ کلن بندیز سره مخ شو

افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به یې نوموړی په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.

کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به یې نوموړی په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري. شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا (BPL) کې ترسره کړي دي. د کرکټ بورډ په خبره چې شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د (دویمې مادې د لومړۍ فقرې له لومړي، دریم او څلور بندونو او همدارنګه د دغې مادې د څلورمې فقرې له څلورم بند سرغړونه کړې ده . په هغه د مېچ فېکسېنګ، د فساد وړاندیز کول او منل او له قانون څخه سرغړونې تورونه دي. کرکټ بورډ لیکلي، چې شفیق الله شفق هم پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکت بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې دغه سزا یې پر ځان منلې ده.