له محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، مجیب الرحمن اوظاهر خان څخه وروسته بل افغان لوبغاړي شفیق الله شفق هم په لس اوریز لیګ کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
په دې لوبه کې ماراتا عربینز لوبډلې پښتون لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.
حضرت الله ځاځی په ۴ منډو اوټ شو، خو نجیب الله ځدران په ۱۴ توپونو ۳۶ تر ټولو زیاتې او راشد خان ۲۱ منډې وکړې.
پښتون لوبډلې ته ګلبدین نایب یو اور کې د ۱۶ منډو په ورکولو سره ویکټ ترلاسه نه کړه.
مقابل کې پښتون لوبډلې د شفق او کولین انګرام په ښې توپ وهنې سره یاد هدف لسم اور کې د ۲ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ.
شفق په ۱۶ توپونو د څلور شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۳۵، خو کولین انګرام په ۱۳ توپونو د ۵ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
شفق ځکه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې په ویکټ کیپرۍ کې یې دوه سټمپه کړي وه.
د دې سیالیو په ۱۷مه لوبه کې راجپوټ لوبډلې پنجاب لیجنډز ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.
په دې سیالیو کې نن درې لوبې ترسره کیږي، ۴ بجې به کیرالا کیګز نارترن واریورز سره ۶ او ۱۵ دقیقې به سیندیز لوبډله د بنګال ټایګرز سره او ۸ نیمې بجې به پښتون لوبډله پنجاب لیجنډز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
نصرت الله عمرزی