شل افغان ښځینه پوځیانو د هندوستان له نظامي اکاډومۍ د فراغت سندونه ترلاسه کړل

شل تنه افغان ښځینه پوځیانې له یو میاشتیني پوځي کورس څخه وروسته د هندوستان له ملي پوځي نظامي اکاډومۍ څخه فارغې شوې، نوموړو پوځیانو دغه روزنه د هندوستان په چینای ایالت کې ترلاسه کړه.
د هندوستان په چینای ایالت کې شل تنه افغان ښځينه پوځیانو له یو میاشتیني زده کړه ییز پروګرام وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د هندوستان ټایمز اف اېنډیا ورځپاڼې ویلي، چې دغو شل تنه ښځينه پوځیانو، د وسلو د استعمال، بدني روزنې، جګړه ییزو تاکتیکونو، رهبرۍ، بشري منابعو او انګلیسي زده کړو برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې افغان ځواکونه له تېرو درې کلونو راهیسې د هند په ملي پوځي اکاډومیانوکې روزنه ترلاسه کوي او له فراغت وروسته هېواد ته د پوځي خدمت لپاره راګرځي.
تېرکال هم ۱۹ افغان ښځينه پوځیانو هند کې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه او له فراغت وروسته بېرته هېواد ته د عسکري خدمت لپاره راستنې شوې وې.
په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو لیکوته د ښځينه پوځیانو او پولیسو د جذب پروسه چټکه شوې ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، دا مهال د افغان پوځ په لیکوکې تر ۲ زرو مېرمنو دندې ترسره کوي او په وېنا یې دوی پلان لري، چې ۵ زره نورې مېرمنې هم د پوځي دندو لپاره جذب او وروزي.
په عېن حال کې د دفاع وزارت د زده کړې او بشري برخې مرستیاله مُنېره یوسفزاده وایي، چې ډېر ژر به د افغان مېرمنو یوه ډله عربي متحده اماراتو ته د پوځي زده کړو لپاره واستول شي.