شل اوریزه لوبو کې انقلاب رامنځته کېږي

د انګلستان کرکټ بورډ د سل توپونولوبه باندې غور کوي

د انګلستان کرکټ بورډ داسې طرحه وړاندې کړې، چې د ۲۰۲۰ م کال لوبې به شل اوریزه نه وي.

د انګلستان کرکټ بورډ د مري لېبن کرکټ کلب او د کرکټ نړۍ والې شورا سره په دې طرحه کار کوي، چې د شل اوریزه لوبو په برخه کې بدلون او انقلاب رامنځته کړي، د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې شل اوریزه لوبې باید یوه پاڼۍ د ۱۲۰ توپونو څخه یواځې سل توپونو ته راشي، هغوی ویلي، چې تلویزیونونه او د لوبو خپروونکې رسنیو لیدونکي دومره وخت نه لري، چې اوږدې لوبې خپرې او وګوري.

د انګلستان کرکټ بورډ اوس په دې کار کوي، چې لومړی دا طرحه په خپل کورني کرکټ کې د نارینه او ښځینه لوبډلو لپاره عملي کړي.

د دې سربېره به ۱۵ نوي اُصول هم وړاندې شي، دا چې دا اصول به څه وي پر وړاندې یې لاهم څرګندونې نه دي شوي.

دا خبرې د انګلستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ټام هرېسن او د دې بورډ د سوداګرۍ د برخې مشر افسر سنجی پټېل کړي.

ښایي دا طرحه په راتلونکو شپږ میاشتو کې د انګلستان کورني کرکت کې عملي کېدو ته نږدې شي.

دا لوبې چې سل توپونو ته راکمېږي، نو ۴۰ دقیقې به د اصلي شل اوریزه لوبوڅخه لنډې وي.

په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د جون میاشت کې وشي.

د کرکټ په نړۍ کې مونږ د زیاتو بدلونونو شاهدان یو، په تېرکې د کورنیو او سوداګریزو لیګونو رامنځته کېدل، لس اوریز لیګ په دوبۍ کې ترسره شو او همدارنګه د یخ په سر د کرکټ لوبې هغه بدلونونونه دي، چې تېرکې رامنځته شوي، د دې سربېره د هانکانګ لیګ تر ټولوستر بدلون و، چې په تېر ۲۰۱۷ کې وشو.

د انګلستان کرکټ بورډ او مېرېلېبن کرکټ کلب دا طرحه جوړه او وړاندې کړې؛ خو دې طرحه کې ورسره د کرکټ نړۍ والې شورا موافقه شرط ده.

سمیع الله درانی