شمالي اروپا کې د توپان لګیدوله امله اته کسان وژل شوي

د شمالي اروپا هېوادونه توند توپان وهلي او د توندو توپانونو له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

تر ټولو زيات توپان په جرمني او نيدرلينډ کې دی، چې له امله يې د گڼو ودانيو بامونه او ديوالونه نړېدلي دي.

شمالي اروپا کې دغه توپان په يو ساعت کې ۱۴۰ کيلومټره مزل کوي، د جرمني د رېل گاډي خدمتونه ځنډېدلي، همدارنگه د نيندرلينډ د هوايي ډگرو پروازونه هم ځنډول شوي دي.

په نيدرليند کې شاوخوا درې سوه پروازونه ځنډول شوي او مسافرو ته ويل شوي، چې هوايي ډگر ته له تلو وړاندې بايد د هوايي شرکت له مسوولينو سره اړيکې ونيول شي.

د راپورونو له مخې دا توپان په خپل توند رفتا سره له جرمني تېريږي او پر ځایي وخت ماښام به پولنډ ته ورسيږي.

د همدې توپان له امله په برتانيې کې تېره چهار شنبه او پنجشنبه په گڼو سيمو کې سوداگريزې لوحې او ونې نړېدلي او زرگونو کورنيو ته د برېښنا لېږد هم پرچاو شوی دی.

د هوايي پېژندنې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې له اړتيا پرته دې له کورونو د باندې نه وځي او د سختو سړو له امله ښوونځي هم تړل شوي دي.

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شوو انځورونو کې ښکاري، چې په گڼو سيمو کې توپان، لارۍ، واړه موټر، ونې او د برېښنا پايې نسکورې شوي دي.