شمالي وزیرستان: بې پیلوټه الوتکې ۸ تنه وژلي دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې  دبې پیلوټه الوتکې برید کې ۴ کسان وژل شوي اؤ ۸ نور ټپیان شوي دي.

دسرچينو وينا ده، دبې پیلوټه الوتکې یادبرید دشمالي وزيرستان دشوال په منگورتي  سيمه کې  دطالبانو ديو قوماندان په کور کړی دی.

 ویل کیږي، چې دغه برید دطالبانو دځایي قوماندان  حبيب  الله په کور تر سره شوی او د ډرون دوه توغندي پرې لګیدلي دي.

په شمالي وزیرستان کې له تیرو ۳۶ ساعتونو دا دریم برید دی، چې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو تر سره کیږي.