شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د انجینرۍ ټیم ۴ کار کوونکي وژل شوي

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان د پوځ د انجینرۍ ټیم څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي، دغه کسان پرون له کاره کور ته روان وو چې د میرعلي له څلور لارې سره نږدې یې وسله والو مخه ونیوله او ډزې ېې پرې وکړې.

د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې یو د اېبټ اباد، بل د ډېره اسماعیل خان، یو د ګوجرانوالې او بل د شمالي وزیرستان اوسېدونکی و.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لکه خلک کډوال شول.