پاکستان وايي، د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمه کې یې د ګازو لویه زېرمه موندلې ده.
د ډان نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د ګازو په دې کشف شوې ساحه کې ۳ تریلیون متر مکعب ګاز شته.
ډان نیوز وايي، د ګازو د استخراج لپاره لومړني کارونه شوي دي.
د پاکستان د تېلو وزارت د شمالي وزیرستان په ۱۵ برخو کې د ګازو د استخراج جوازونه صادر کړي دي.
د پاکستان د تېلو وزارت وايي چې په شمالي وزیرستان کې د تېلو لویې زېرمې هم موندل شوي دي.
د پاکستان حکومت پانګوونکو ته ویلي چې په ۶ میاشتو کې ګاز او تېل راوباسي.