شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزیرستان چارواکي وایي، چې هلته د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی؛ چې له امله یې شپږو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي زیاتوي، دغه پېښه نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه شوې چې په پایله کې یې یو پوځي وژل شوی او پنځه نور مرګوني ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، تر پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس، پوځي او ملېشه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه د پېښې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمالي وزیرستان کې یوازې په تېره میاشت کې تر ۱۳ ډېر امنیتي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.