شمالي کوریا امریکا اوسویلي کوریا ته د اټومي جګړې خبرداری ورکړ

شمالي کوریا ویلي دي چې  د امریکا  او سویلي کوریا لخوا  د کوریا په نیمه ټاپو او شمال ختیځې اسیا  کې  ګډ عسکري  تطبیقات  سیمه  د اټومي  جګړې د فلاکت پر لورې بیايي.

شمالي کوریا  خبرداری ورکړی دی چې  د امریکا او سویلي کوریا  لخوا ګډ عسکري تطبیقات  په لوی لاس  اټومي جګړو ته  زمینه برابروي.

په ملګروملتونو سازمان کې د شمالي کوریا دایمي  استازي  جا سانګ نام  د امنیت شورا ته  په استولي لیک کې  ویلي دي چې  امریکا  متحده ایالتونو  د مارچ په لومړۍ نیته  د سویلي کوریا سره  په ګډه په پيل کړو عسکري تطبیقاتو کې  په اټومي وسلو د سمبال کښتیو، تحت البحري کښتیو  او  د بمبارۍ د ځانګړو  الوتکو نه  استفاده کړې ده .

په لیک کې  خبرداری ورکړ شوی دی چې  د امریکا  او سویلي کوریا دا ډول  اقدامات  په سیمه کې  اټومي جګړې ته لار هواروي. امریکا او سویلي کوریا  په روغ لاس  سیمه  د اټومي  فلاکت  پر لورې  بیايي.

شمالي کوریا په لیک کې  د امنیت شورا  نه  د امریکا او سویلي کوریا په ګډو عسکري تطبیقاتو  د غور کولو غوښتنه کړې ده .

همداشان په لیک کې راغلي دي چې  د امنیت شورا لخوا د شمالي کوریا ددې غوښتنې د ردولو سره  به دا ښکاره کړي چې  ملګري ملتونه  او د امنیت شورا یواځې  په یو سیاسي  الې بدل شوي دي.

د بله پلوه  تیره ورځ د شمالي کوریا لخوا په یو ځل د ۴ بالستیک توغندي  ازمایلو د جاپان او امریکا  سختې اندیښنې وپارولې.

امریکا او جاپان د ملګروملتونو  د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته راوبلله.

د ملګروملتونو د امنیت شورا  د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمایل  په کلکه توګه وغندل.

د یادولو وړ ده چې  شمالي کوریا  د ۲۰۰۶ کال راهیسې  د اټومي فعالیتونو له امله  د سخت نړۍوالو بندیزونو لاندې قرار لري.