په ملگرو ملتونو کې د شمالي کوریا استازي چاو میونگ نیم په رویټرز ته ویلي، چې هېواد یې د امریکا له بندیزونو هېڅ نه ویریږي او خپل اتومي پروگرام به روان وساتي.
په دغه پروگرام کې د بالیستک توغندیو عصري سسټمونه هم شامل دي. رویټرز خبري اژانس په واشنټگن کې د امریکا د یوه چارواکي له قوله ویلي و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د اتومي پروگرام له امله پر دغه هېواد بندیزونه لګوي.
د شمالي کوریا استازي ویلي، چې موږ له هېڅ دغه ډول اقدام نه ويرېږو، ځکه نړیوال بانک او ځینې نور بنسټونه د امریکا دي او ددوی په خوښه عمل کوي.
هغه همدا راز ویلي چې پر شمالي کوریا د امریکا لګېدلي بندیزونه هم ظالمانه او د بشریت ضد دي.