د امریکا او جنوبي کوریا له ګډ نظامي تمرین وروسته د شمالي کوریا یو لوړ پوړي چارواکي امریکا تورنه کړې، چې پوځي شخړه پاروي.
دا خبره د شمالي کوریا یو دیپلومات جو یونګ چل په جینوا کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بې وسلو په اړه په یو کنفرانس کې وکړه.
نوموړي ویلي، تر ټولو جدي مسئله دا ده، چې متحده ایالتونه په جنوبي کوریا کې پوځي وسایل ځای پر ځای کوي او د مشترکو پوځي عملیاتو د ختمولو په اړه یې خپله ژمنه له پامه غورځولې او عملآ غواړي پوځي شخړه راوپاروي.
د شمالي کوریا دغه دیپلومات وویل، دوی به د خپلې دفاع لپاره لازم اقدامات کوي.