شمالي کوریا په یو نادره اقدام کې له جنوبي کوریا سره د یو والي غږ کړی

شمالي کوریا رسمي سرچینو خپلو وګړو څخه غوښتي چې له جنوبي کوریا سره د یووالي لپاره غږ پورته کړي او د دواړو کوریاګانو تر منځ د تګ راتګ لپاره اړیکې ټینګې کړي.

رویټرز آژانس د شمالي کوریا رسمي سرچینو له قوله لیکلي چې له جنوبي کوریا سره د پخلاینې لپاره دواړه کوریاګانو خلک دې له یو بل سره د راشه درشه درول شوې پروسه بیرته را ژوندۍ کړي.

شمالي کوریا دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د اولمپیک نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه جنوبي کوریا د شمالي کوریا ورزشکارانو ته د ورتګ اجازه ور کړه.

د اولمپیک نړیوالې سیالۍ په جنوبي کوریا کې تر سره کیږي،چې په همدې موخه د شمالي کوریا لسګونه ورزشکاران جنوبي کوریا ته رسیدلي او یو شمېر نورو د ورتګ چمتو والی نیولی.

تر دې وړاندې د دواړو کوریاګانو د تاو تریخوالي څخه د ډډې کولو هوکړه هم کړې وه.

شمالي کوریا چې په نړېواله کچه د خپل اتومي پروګرام له مخې بندیزونو سره مخ دی په دا وروستیو کې یې له جاپان،جنوبي کوریا او له امریکا سره اړیکې ترینګلي شوې وې.