شمالي کوریا یو بل توغندی ازمویلی دی

د راپورونو له مخې شمالي کوریا امریکا سره د اټومي وسلو په سر د خبرو له پیلولو مخکې د یو بل توغندي ازموینه هم کړېده.

د جنوبي کوریا چارواکي وایي، دغه نوی توغندی د ۴٥٠ کیلو متره واټن پورې د هدف ویشتلو توان لري.

شمالي کوریا داسې مهال د توغندي دغه آزموینه کړې، چې د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر چیسون هي دوه ورځې مخکې ویلي و، واشنگټن سره د اکتوبر په ۴مه د روابطو په بیا پیلولو موافقه شویده.