شهباز شریف نن له خپلو متحدینو او مخالفو سیاسي مشرانو سره د موقت حکومت د جوړښت په اړه سلا مشورې کوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن له خپلو متحدینو او مخالفو سیاسي مشرانو سره د موقت حکومت د جوړښت په اړه سلا مشورې کوي. شریف د سې شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اوسني حکومت د پارلمان د منحل کېدو اړوند به یوه طرحه د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته وسپاري.