شهزاد لس اوریز لیګ په ریکارډ جوړولو پیل کړ

د لس اوریز کرکټ لیګ د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په بې رحمې توپ وهنې سره پیل شو.

د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې سیندیز لوبډلې د شهزاد اړوند راجپوټ لوبډلې ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۹۵ منډو هدف ورکړ.

سیندیز لوبډلې ته یې خپل لوبډلمشر شین واټسن د ۴۲ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل.

توپ اچونه کې موناف پټیل درې، بریت وایټ دوه او افغان لوبغاړي سعید شېرزاد یوه ویکټ واخېسته.

مقابل کې راجپوټ لوبډلې د شهزاد محمدي په چټکې توپ وهنې سره یاد هدف په څلور اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د لس ویکټو په شتون کې وګټله.

شهزاد په دې لیګ کې په ۱۲ بالونو د تېزې نیمه سلیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ او په ۱۶ بالونو یې د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مکلم هم په ۸ بالونو ۲۱ منډې وکړې او ناسوځېدلې پاتی شو.

له لوبې وروسته د کرکټ تکړه مبصر رمیز راجا په خپلو خبرو کې د شهزاد ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خپلې ۱۷ کلنې تبصرې په موده کې یې کله هم داسې په زړه پورې توپ وهنه نه وه لیدلې.

شهزاد په دې لوبه کې د لوبې د غوره لوبغاړي، سټایلیش او د غوره شپږیزو جایزه هم ترلاسه کړه.

د دې لیګ په دویمه لوبه کې پښتون لوبډلې د کیرالا کینګز لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف ورکړی وو.

کیرالا لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

د دې سیالیو په لړ کې نن ۴ بجې د بنګال ټایګرز او نارترن واریورز، ۶ بجې او ۱۵ دقیقې د سیندیز او کیرالا کینګز او په ۸ نیمو بجو به د ماراتا عربینز او پنجاب لیجنډز لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شي.

نصرت الله عمرزی