شهزاد محمدي درې لکه افغانۍ نغدي جریمه شو

څو ورځې وړاندې په ټولنیزه رسنۍ فسبوک د شهزاد محمدي داسې تصویر خپاره شول، چې په کې کتل کیدو پاکستان کې یې د یوه کلب لپاره لوبه ترسره کړې وه.

د شهزاد محمدي دې کار سره د کرکټ زیات شمېر مینه وال غبرګونونه وښودل.

د کرکټ بورډ په خبري غونډه کې شهزاد ته د دې غیرې قانوني کړنې له امله د درې لکه افغانیو نغدي جریمه واورول شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د ډیسيپلین کمیټې مشر الله داد نوري وویل چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي شهزاد محمدي پرته د بورډ له اجازې له هیواده بهر د یوه کلب لپاره لوبه کړې ده، چې د ډیسیپیلن کمیټې په اند دا کار د افغانستان او د کرکټ د نړیوالو قوانینو خلاف و، نوري وویل چې له دې کبله محمد شهزاد ۳ لکه افغانۍ جریمه شو او که په راتلونکي کې یې دا کار بیا وکړ نو د لوبو بندیز به پرې ولګول شي.

پر شهزاد محمدي له دې وړاندې د غیرې قانونې کړنو له امله دوه ځل د کرکټ بندیز لګیدلی وو.

همدا راز له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، دې غونډه کې د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د کرکټ کمیټې هغه پریکړې هم اعلان کړې چې په خپله وروستۍ ناسته کې یې کړي دي.

نوموړي وویل چې له دې وروسته د ملي لوبډلو هیڅ لوبغاړی او د کرکټ بورډ هیڅ کارکونکی له اجازې پرته هیڅ بهرني هیواد ته سفر نه شي کولی.

همدا راز هغه لوبغاړي چې په بهر کې دي یا هلته اوسیږي یوه میاشت وخت ورکول کیږي چې له خپلو کورنیو سره افغانستان ته راشي او کنه نو کرکټ بورډ به یې قراردادونه فسخه کړي.

نصرت الله عمرزی