شينوارو ولسوالۍ کې مهمات او چاوديدونکي توکي ونيول شول

د ننګرهار رسنیو له دفتره په  خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ چې د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د ۲۰۱ سيلاب قل اردو څلورمې پلې لواء د دويم کنډک منسوبینو پرې يوې زړې کلا عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې اته لاسي بمونه، ديرش کيلو ګرامه د ماين جوړولو مواد او پنځه متره ثانيه سوز پليته ترلاسه کړي دي.

د خبر پاڼې په حواله يادو چاوديدونکو توکو ته د ملي اردو اینجینرۍ ټيم له لوري د دوربابا ولسوالۍ په يوې دښته کې چاودنه ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو په ښار او ولسواليو کې د ډاډمن امنیت په موخه چاڼيز او ځانګړي عمليات ډير کړي دي .