شپږیزه لیګ کې د لوبډلو لپاره لوبغاړي واخېستل شول

د شپږم پړاو شپږیزه لیګ کرکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم پرون ماښام ترسره شول.

د یاد لیګ لپاره په پنځو بېلابېلو کټګوریو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخېستل، چې یو لوبغاړی یې له تېرې دورې ځان سره ساتلی وو.

لوبډلو دوه دوه لوبغاړي په ایمرجینګ لوبغاړو کې هم په خپله خوښه غوره کړل، چې مجموع کې ۱۹ لوبغاړي کېږي.

په دې سیالیو کې د شپږ زونو لوبډلې کابل بازان، سپین غر زمریان، بند امیر ښامران، بوسټ ساتونکي، مس عینک اتلان او امو نهګان یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

د کابل زون لوبډلمشر اصغر افغان، د سپین غر شفیق الله شفق، د بند امیر راشد خان، د مس عینک اتلانو محمد نبي عیسی خېل، د امو نهګان میرویس اشرف او د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب ټاکل شوي دي.

ټاکل شوې د شپږیزې لیګ دا پړاو سیالۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل په نړیوال لوبغالي کې پېل او د اکتوبر تر اوومې نېټې به دوام وکړي.

تېر کال د دې سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې ګټلې وه.