شپږیزې لیګ سیالي: د ظاهر خان توپ اچونه مس عینک اتلان پایلوبې ته ورسوله

د شپږیزې لیگ وروستۍ پړاو ته لار موندنې لپاره د نمرو د جدول لومړۍ او دوهمې لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

دغې لوبې کې مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته يي لار ومونده.

د لوبې پچه بند امیر ښامارانو وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

مس عینک اتلانو لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر توپ وهوونکو ښه ځلېدو په مرسته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

مس عینک اتلانو لپاره احسان الله په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۳، بورل په یوازې ۱۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ او سېباندا په ۳۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۶ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بند امیر ښامارانو لپاره چېتارا پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل څلور اورونو کې ۲۹ منډو ورکولو سره ۴ وېکېټې واخیستې. شاهدالله، وفادار، جاوېد احمد او مسلم موسی هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه بند امیر ښامارانو لپاره شاهدالله او رحمت شاه غوره لوبه وکړه خو د وروستیو لوبغاړو کمزورې توپ وهنې له امله يي ماتې وخوړه.

بند امیر ښامارانو لوبډلې ۱۹٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او دغه مهمه لوبه يي د ۲۴ منډو په توپیر وبایلله.

بند امیر ښامارانو لپاره رحمت شاه په ۴۵ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۰ او شاهدالله په ۲۷ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه.

مس عینک اتلانو لوبډلې لپاره ظاهر خان لوبه گټونکې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۱۹ منډو ورکولو سره پنځه مهمې وېکېټې واخیستې.

محمد نبي ۲ او سکندر رضا او نوین الحق یوه یوه وېکېټه واخیسته.