شپږ افغان لوبغاړو د سپينو زرو او برنزو شپږ مډالونه ترلاسه کړل

‏د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکوانو فدراسیون شپږ افغان لوبغاړو د سپينو زرو او برنزو شپږ مډالونه ترلاسه کړل.
دغه لوبې په سویلي کوريا کې ترسره شوې او افغان لوبغاړو په خپلو سياليو کې امریکا، کاناډا، اسټرليا، ګوام، عراق او د کوربه هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړه.