شپې او ورځې ولې ۲۴ساعته دي؟

دا چې شپې او ورځې ۲۴ ساعته دي، يوازېنی علت يې دا دی چې انسانانو فيصله کړې، تر څو له دې لارې له وخته ښه ګټه واخلي. په طبيعت کې داسې شی نه‌ شته چې له ساعت، دقيقې يا ثانيې سره اړيکه و نه لري، په دې اساس څرګنده ده چې بشر دا تقسيم‌بندي د خپلې هوساينې لپاره کړې ده، خو هغه شي ته چې موږ ورځ ورته وايو يو حقيقت تړلی دی او هغه پر خپل محور د ځمکې ګرځېدل له لوېديځ څخه د ختيځ پر لور دي چې همدا د ورځې او شپې د پيدا کېدو لامل دي.

هر ځل چې ځمکه څرخېږي د وخت يوه ټاکلې اندازه تېرېږي چې موږ د وخت دې اندازې ته ورځ وايو. د لومړنيو انسانانو په نظر ورځ عبارت وه، د لمر له راختلو بیا د شپې تر کېناستلو پورې، خو د شپې ساعتونه يې نه شمېرل کېدل.

پخوانيو يونانيانو خپله ورځ د لمر له يوه پرېوتو تر بل لوېدلو له مخې ټاکلې وه او پخوانيو روميانو خپله ورځ د شپې له يوې نيمايې تر بلې نيمايې پورې اندازه کوله، مخکې له دې چې ساعت اختراع شي شپه او ورځ هر يو په ۱۲ساعتونو وېشل شوې وه، خو دا وېشنه عملي نه وه، ځکه چې د موسمونو په بدلېدو د دې دواړو موده هم بدلېږي.

نن د نړۍ هېوادونه د داسې ورځې خاوندان دي چې د قانون اړوند ۲۴ ساعتونه دي او د شپې له يوې نيمايې د بلې شپې تر نيمايې پورې دوام کوي.