شپې ولې تر ورځو ژر ګرمېږي؟

امریکايي چاپېریال پوه ریچارډ ډېوي او د هغه ملګرو د یوې څېړنې په ترڅ کې د شپې او ورځې د حرارت د درجې د تغییرېدو نسبت څېړلی دی. دوی دې پایلي ته رسېدلي چې د ځمکې څخه لوړ د (Boundary Layer) په نامه د ګازاتو یوه طبقه موجوده ده چې له اټموسفير څخه جلا ده. دغه طبقه د ورځې پنډېږي او د شپې ئې پراخوالی بیرته کمېږي، له همدې امله شپه تر ورځي ژر ګرمېږي.

د تېرو ۵۰ کلونو مشاهدو ښوولې چي شپې تر ورځو ژر ګرمېږي. په دغه مشاهدو کې هغه عوامل په ګوته شوي چې له امله ئې د شپې د حرارت درجه لوړېږي. چاپېریال پوهان دې نتیجې ته رسېدلي، که چېري د ځمکې پر مخ د زهرجنو ګازاتو استعمال ته نور هم دوام ورکړل شي، نو په راتلونکو څو لسیزو کي به د شپې د ګرموالي درجه نوره هم زیاته شي.

د ښاغلي ریچارډ ډېوي نوې څېړنې هغه عوامل په نښه کړي چې له امله ئې شپه د ورځې په نسبت ژر ګرمېږي. دغه تاثیرات په دې وروستیو څو کلونو کې ډېر شوي او امکان شته چې په راتلونکي کې ئې ګراف نور هم لوړ شي. ښاغلي ډېوي د دغو عواملو په اړه زیات تحقیقات کړي او حتی په شلمه پېړۍ کي ئې د اقلیم د بیا جوړولو موډل هم جوړ کړی دی. نوموړي د دغه موډل له لارې وکولای شوای دا معلومه کړي چې شپه ولې د ورځې په نسبت ژر ګرمېږي.

پخوا به ساینس پوهانو د تودوخې د دغه ژر بدلون لامل یوازې او یوازې د اقلیم بدلون باله. ډېوي او د هغه ملګرو ثابته کړه چې دغه تېز بدلون د اقلیم په دننه برخه کې رامنځ ته کېږي، ځکه چې د شپې حرارت درجه ذاتاً د اقليم په وړاندې ډېر حساس دی.