د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون وایي، د ۲۲۰۰ شکایتونو استناف څیړنه نن شنبه پیلوي، چې تر ۱۵ ورځو به دوام وکړي او ترهغه وروسته به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند قاسم الیاسي وایي، چې د پنجشنبې تر ناوخته، له ټولو ولایتونو په ور رسېدلو شکایتونو کې یې وموندله چې د ۲۲۰۰ شکایتونو په اړه ترې د استناف غوښتنه شوې.
د الیاسي په وینا، په یادو شکایتونو کې ډیری یې په ۷ ولایتونو کې د ۵۰۰ محلونو د رایو بیا شمېرنې په اړه دي.
نوموړی زیاتوي چې د استناف په اړه ډیری شکایتونه د دولت ساز او همپالنې ټاکنیزو ډلو ثبت کړي، چې شمیر په ننکرهار، کونړ او پکتیا کې تر نورو ولایتونو زیات دی.
د ده په خبره، دوی به خپلې وروستۍ هڅي وکړي، چې د شکایتونو ارزونه او د رایو بیا شمېرنه په ۱۵ ورځو کې بشپړه او وروستۍ پایلې اعلان کړي.
له هغه وروسته چې په لومړنیو پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۱ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره بریالی نوماند اعلان شو، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ۱۶۵۴۵ شکایتونه ورغلي دي، چې ۹ زره او ۸۶۶ یې بیرته د کره اسنادو نه لرلو له کبله رد شول.