شیرزادو کې دوتنه وسله وال وژل شوي

د ملي امنیت ځانګړې 02 قطعې څخه خپره شوې خبر پاڼه وایي، چې تیره شپه یي ځواکونو د شیرزاد ولسوالۍ، شنډي توت سیمې غونډۍ کلې کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات کړي، چې دوه تنه وسله وال طالبان پکې وژل شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله له وسله والو دوه میله کلاشینکوفونه، دوه پرتلې، اته شاجورونه او دوه پاکستاني پاسپورټونه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې په یاده ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات هم روان او د دایمي امنیت لپاره پکې سیمه اییزه اردو ځای پر ځای کېږي.