شیرزاد ولسوالۍ کې طالب وسلوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

د ملي امنیت صفر دوه قطعه وایي، چې ځانګړو ځواکونو یې تیره شپه د شېرزاد ولسوالۍ، شنډی توت سیمی په مربوطاتو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي دي.

دوی وایي، په دې عملیاتو کې (۹) تنه وسلوال وژل شوي، چې دوه میله کلاشینکوفونه، پرتلې او (۸) شاجورونو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ملي امنیت د راپور له مخې، یو شمېر وسلې، مهمات، البسه او پاکستانی پاسپورټونه هم په نیول شویو توکو کې شامل و، چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

صفر دوه قطعه زیاتوي، دغه کسان هغه مهال وژل شوي چې ځانګړو ځواکونو لخوا ورته څو ځلی په لاوډ سپیکرونو کې غږونه شوي، چې افغان ځانګړي ځواکونه دي او راووځی ځانونه تسلیم کړي؛ خو وسله والو طالبانو له یو ښوونځي چې دوی به ورڅخه د شپی د پټنځای په توګه استفاده کوله  سخت مقاومت وکړ او وروسته ووژل شول.

دوی وایي، په دغوعملیاتو کې ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.