یکشنبه , 28 اپریل 2024

شین وارن: راشد خان به نړیوال جام کې نړۍ حیرانه کړي

د استرالیا کرکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي شین وارن په نویو څرګندونو کې خپل د خوښې درې غوره لوبغاړي په ډاګه کړي دي.

د راپورونو له مخې شین وارن ویلي چې اوسمهال درې داسې سوکه توپ اچونکي د کرکټ په ډګر کې شتون لري چې په راتلونکي نړیوال جام کې به نړۍ حیرانه کړي.

شین وارن په دغو څرګندونو کې لومړی د راشد خان نوم واخیست او زیاته یې کړه چې نوموړی یې د نړۍ تر ټولو زیات د خوښې لوبغاړی دی، همدا ډول شین وان د هند لوبډلې چپ لاسی توپ اچونکی کولدیو یادو او د پاکستان لوبډلې سوکه لیګ سپینر یاسر شاه هم خپل د خوښې لوبغاړي وښودل.

شین وارن چې د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې دویم زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی د راشد خان ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړی وړتیا لري په خپلې جادویي توپ اچونې سره راتلونکي نړیوال جام کې نړیوال حیران کړي.

شین وارن وایي چې دغه توپ اچونکي په ځانګړي ډول راشد خان لوبه کې د دفاع په حیث نه بلکې د حمله کونکي په حیث توپ اچونه کوي چې همدغه یې د بریا راز دی او کولای شي له سترو ستر توپوهونکي وسوځوي، د نوموړي په وینا چې زه غواړم دوی په نړیوال جام کې وګورم چې څرنګه توپوهونکي مغشوشوي.

شین وارن له سریلنکایي مورلي درن وروسته دویم لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې یې زیاتې «۷۰۸» ویکټې اخیستې دي، نوموړی د خپلې لوبډلې په ګټه له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۲۰۰۷م پورې ولوبېد او یو شمېر ریکارډونه یې په خپل نوم کړي دي.