شین چای«تکل»-نور ولي سعید شینواری

شين چاى دې خداى وبخښي زموږ د يو كليوال كاكا ډېر خوښ و، چې تا به لا پياله ور ډكه كړې نه وه، ده به بيا ګرېوان كې اړولى وه. پر هغه به چې څوك ډېر ښه ولګېد، نو ورته ويل به يې راځه شين پټه دار چاى درباندې څښم، ساده كليوال سړى به يې راستون كړ، ښه ټينګ او تريخ چاى به يې ورته كېښود، ګوړه بوره ميرات مړې به هم ورسره نه وه، دا نو د ده شين پټه دار چاى و. د سړي به يې هسې په كولمو شين درد راوړ، وينه به يې ور وچه كړه او رنګ به يې ژيړ ور وتښتاوه. په دا شينوارو كې د همده غوندې يو مضبوط الجثه لېونى بل هم و پيرمامد يې ياداوه، چې د يو كار به يې درته وويل نو بيا دې انكار نه شو كولى، ځكه تخرګ كې يې نيولې او ايسته ايسته يې اچولې. د اختر په ورځ مې يو ټولګيوال او څلور انډيوالان يې مازيګر مهال د خلكو له مباركيو څخه په چايو شنه پړسېدلې خېټه ماته راروان وو، چې دى ورته مخې ته شوى و، ويل يې مېلمنو چاى به راسره څښئ. پنځه واړه يې لكه رمه مخكې كړي وو او هغه تور غټ جرمنى چايبر يې ورته له چايو ډك راوړى و، په ټولو يې خولې راماتې كړې وې، چايبر يې پرې تش كړى و، چې خلاص شوى، نو بيا يې ورته ويلي وو، دلته به سم د سړي د زامنو غوندې كېنئ، زه دا چايبر بيا راډكوم….. چې له پيرمحمده راستانه شوي وو، نو بيا يې د چايو د ځواب وار نه و. سهار زموږ له دېرې نه تر خوړه پورې د دوى چاى ځواب ليكه كړې وه. يوه ورځ سره غرمه وه، روژې ته يوه ورځ پاتې وه، جلال اباد ته تلو، په دا كابل ښار كې يو دربست كړي سيټ والا ته موټر ودرېد، ويل يې اوس در وځم… اوس در وځم. چې راووت، يو بيرنګي بوډا و، د معدني اوبو بوتل يې تك شين څنګ كې نيولى و، يو ترېنه پوښتنه وكړه چې دا څه دي؟ ډوب ډوب يې وخندل دا خو چاى دى. ما ويل نو بوتل كې يې څه كوې؟ ويل يې سبا روژه ده، سړيه! تاسې تادي ډېره كوله، مېلمه وم چايبر يې راته ايښى و، چاى پاتې كېده، ما ويل بوتل كې يې راته واچوئ، لاره كې مې جل ونه وهي، هغوى بوتل پسې شاخۍ تاخۍ كېدل او ما ويل چې دا ارمان خو مې په زړه همداسې تڼاكه ولاكه پرېدم، بل لېوني ورته ويل، تا چې داسې جل وهي نو بيا خو غاړه كې لياړګير هم ګرځوه. ښه نو ما دا خبره كوله چې په دا پېښور كې به چې كوم پاكستاني ډاكټر زيات خلك په ځان راماتول نو به يې يوه سړه د شنو چايو پياله په مېز ايښې وه. چې افغاني ناروغانو به يې دا پياله وليده، سړى به سخت كمالي ورته ښكاره شو، يو خو يې دومره متاثره كړى و چې ويل يې كه شين چاى ښه نه واى، نو د پېښور ډاكټرانو به ورپسې غره نه وركولاى. په كلي كې مو بيا يو زيارت و چې څوك ګوزڼ وهلى كوږ ووږ به يې ورته راوست نو منجاورانو به پرې د هر خوراك قدغن ولګاوه، يو شين چاى به يې ورته د يو كال لپاره روا كړ، نور به يې له هوا ايستلو هم منعه كړ. ناروغ به د كال تر نوي كېدو پورې يا ټوكرۍ شوى و، يا به ترې سوى تيلى جوړ و، بيا به يې چې شين چاى ليده نو هغه د پچيري ماما خبره به يې كوله. يو كاكا خو لا ويل پښتانه شين چاى ډېر څښي ځكه ډېر غيرتيان دي، كونړي يار مې له دودپتۍ نه شوړ پورته كړ، ويل يې موږ لكه چې دووسان يوو. ما ويل دووس خو به زه دروښيم چې يوه ورځ له ښوونځي نه ګوډ معلم د غنم لو اشر ته بوتلو، په سبا ناري كې يې له جواري سره شين چاى او ګوړه راته كېښوده. ټولو يې د ښځې ښه صفت وكړ او ده ظالم هم په امتحان كې يوه نومره چاته نه وه زياته كړې. همدغه حشره معلم مو يو وخت كابل ته راغلى و، زما تر دفتره راغى، دباندې مې جوس پرې وشوړول او دننه مې كافي پرې وڅښله، خو كلي كې يې خلكو ته ويلي وو چې زه ترې خپه يم، يو د شين چاى ګيلاس يې هم راښكاره نه كړ. ده چې وډار كړم نو يو بل بيا په نه زړه كابل كې راته وويل درځم خو چې د ګوډ معلم غوندې مې خپه نه كړې، ما مجبورا ورسره ومنله، راغى يو هوټل ته مې پورته كړ، ډوډۍ چې خلاصه شوه نو ويل يې اوس نو يوه ښه غټه شنه چاينكه چاى ورته ووايه چې د كابل د اوبو زور معلوم كړم. ما زړه كې ويل كه داسې خارښت دركې وي خو د ماهيپر كوړمونو ته په پسرلي كې ځان واچوه چې يخ دې كړي، ښه ځه ورك يې كړه چاينكې راروانې وې او سړي چاى ته پلتۍ ووهله يوولس بجو نه دوه نيمې بجې شوې ويل يې كېنه، دا شين چاى، دا پردى هوټل او دا كيسې بيا نه پيدا كېږي، همغه مې چې شين چاى بد راغلى دى او دا ژيړ مخ يې راباندې داسې لګي لكه د محمدخان پكول…. خو چاى هم لكه بلا خلاصى مې ترې نشته هر ځاى مې ځانته دوه ځله غاړه باسي. ځينې خو لا راته وايي، دا يوه پياله زما لپاره وڅښه، دا بله مې د نيا په خاطر، دا بله د پيربابا او دا بله خير دى مه څښه…