د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو پولیس ایریک کارټر رسنیو ته ویلي دي چې پیښه ماښام د یو مړي د کور مخې ته رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې برید کوونکو د مړي د کور په مخکې په ولاړو خلکو ډزې کړي او ۱۴ تنه یې ټپيان کړي دي، چې د ۹ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د برید پر مهال کوڅه د کوچنۍ جګړې په ډګر بدله شوې وه او هر لوري ته د مرمیو باران وو.
دا برید پداسې حال کې رامنځته کیږي چې پدې وروستیو ورځو کې په شیکاګو ښار کې د وسله والو بریدونو او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده .
یواځې د تیرې اونۍ په پای کې په شیکاګو ښار کې په وسله والو بریدونو کې ۲۵ تنه ویشتل شوي. همدا راز د شنبې او یکشنبې په ورځو کې بیا ۶۳ بریدونه شوي وو چې ۱۲ تنو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی