شېرزادو کې د وسله والو طالبانو قوماندان او يو غړی په ماين چاودنه کې وژل شوي

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ مرکي خېلو سيمه کې نن سهار شاوخوا پنځه بجې او ديرش دقيقې د وسله والو طالبانو قوماندان مولوي ذاکر مشهور په مطمين په ډاټسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې نوموړی او ساتونکی يې زبير وژل شوي دي. په دې پېښه کې د ياد قوماندان موټر هم تخريب شوی او بل چاته په کې زيان ندی اووښتی.