صحیح او مثبت افکار مو په ژوند کې د بریا لوی لامل ګرځي!

الله سبحانه وتعالیٰ انسانانوته د ډېرو سترو نعمتونو او استعدادونوترڅنګ دفکر، شعور، ټاکنې صلاحیت او توانمندي هم ورکړې، ترڅو وکولای شي په ژوند کې د ښو او بدو توپیر وکړي، بناءً که چیرې مونږ غواړو د ژوند په چارو کې تل بریالی واوسو، د بریا یو غوره فورمول او راز دا دی چې د ښه نیت، هڅو او سمې ټاکنې سره – سره په ځان کې صحیح او مثبت افکار او ذهنیت پیدا کړو.

څیړنو هم دا ښودلې چې تر ډېره دهر انسان په ژوند کښې د برياوو او ناکاميو فیصله دهغې دګومان او سوچ په مطابق کېږي، لکه څنګه چې منفی افکار د منفي کړنو او ناکامیو سبب ګرځي؛ همدارنګه صحيح او مثبت سوچ، پر الله(ﷻ) توکل او نېک ګومان لرل هم دانسان دسمو کړنو لوی لامل ګرځي، او بالآخره سمې کړنې، بیا د ژوند په هره برخه کې دانسان په هوساینې او بریالیتوبونو تمامیږي.

لنډه دا چې زموږ د فکر کيفيت زموږ د ژوند کيفيت اوڅرنګوالی ټاکي. اعلیٰ فکر مو د اعلیٰ کړنو لامل ګرځي، او اعلیٰ کړنې بیا داعلیٰ ژوندون ضامن دي.

 

عزیزه مقامي